د اقصی شهيد | قاري عبدالستار سعید

د اقصی شهيد | قاري عبدالستار سعید فلسطین

‏د اقصی شهيد
قاري عبدالستار سعید

څه په خاورو خړ، څه سور په وينو، څه زېبا شهيد
راشئ نندارې ته، راشئ وکسئ د اقصی شهيد
دا اوس د أحد که د یرموک ګردو وهلی دی
دا اوس عکرمه دی، که مصعب یا مثنی شهيد

ته وا که حمزه دی، چا وهلی په نېزه باندې
ته وا که حسین دی، چا راکښلی په بيديا شهيد
تشه چانټه غاړه کې، وروستی ګرنېټ لمن کې پروت
ښکاري جنګيدلی، ښه په خرپ، تر وروستۍ سا شهيد

سرې وينې په سپينو ویښتو، څه ژور چيلنج لري
ټولو شازلميو د امت ته، دا بابا شهيد
غږ مه لرئ، پريږدئ، آرام وکړي، ځکه دا سړی
ټول عمر بې خوبه و، ټوک ټوک و له ستړیا شهيد

اوښکې مو کړئ پاکې او سلګۍ مو در ایساري کړئ
ټول ویاړ او غرور دی، خدایګو نه دی د عزا شهيد
تاسو خو یې سم د خريدار په سترګو و ځیرئ
څه معنادار پروت دی، څه پرتم دی څه ښکلا شهید

سره کفار ترې تاو او دی خرام لکه ټپي زمری
ما ته یې رایاد کړ، ها سرلوړی داد الله شهيد
اوس يې که ناڅاپه، باڼه ورپېد نو ګورئ بیا
تېښته د بې ننګو، په لړزه به کړي دنيا شهيد

نه دی د جفا، د بې ننګۍ ، یا د سپېتانې مړ
سراسر غیرت دی، د عزت او د وفا شهيد
پُو یې کړه، د مړه امت رګو کې د جهاد روحيه
چا ویل چې مړ دی، دا ژوندی دا مسيحا شهيد
لاس که دې سعيده، د خدای در ته لوړول وایه!
ربه! شهادت راکړې په شانې د يحيا شهيد

تقبله الله
۱۵/ربيع الثاني/ ۱۴۴۶
د جمعې مبارکې سهار
‎#يحيى_السنوار 
‎#يحيى_السنوار_بطل_الأمة

تړلي موضوعات